افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما له مشرې سره په کتنه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، ښاغلي اتمر پرون له دیبورا لاینز سره په کتنه کې په افغانستان کې د هراړخیز اوربند پر فوري ټینګېدو ټینګار وکړ.
یوناما هم په خپل ټویټر کې لیکلي، چې مېرمن لاینز د سولې له بهیره د نړیوالې ټولنې پر ټولیز ملاتړ خپلولو له ښاغلي اتمر سره بحث وکړ، چې پر طالبانو د اوربند د منلو لپاره فشار راولي.
طالبانو د اوربند له غوښتنې سره- سره په افغانستان کې خپلې جګړې کمې کړې نه دي.