جنوبي کوریا او امریکا: ایران دې د جنوبي کوریا ټانکر راخوشې کړي

ایران د جنوبي کوریا د تیلو یو ټانکر نیولی دی.

جنوبي کوریا او د امریکا متحد ایالتونو د ایران له لوري د هُرمز په تنګي کې د تیلو د هغه نیول شوي ټانکر د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده چې د جنوبي کوریا بیرغ پرې رپېده.

د اېم. ټي هانکوک چیمي په نوم د تیلو په دې ټانکر کې شل تنه عمله وو چې پرون دوشنبه (د مرغومي ۱۵مه) د تیلو د ککړتیا د تور له کبله ودرول شو.

د ایران نیمه دولتي اژانس، فارس خبر ورکوي چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب سمندري ځواکونو دا بیړۍ نیولې ده.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ایران تورن کړی دی چې په فارس خلیج کې ازادانه تګ راتګ ته ګواښ پیدا کوي، څو په دې ډول له اقتصادي بندیزونو د ژغورلو لپاره یوه لاره پیدا کړي.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، هڅه کوي چې دا موضوع د دیپلوماتیکو خبرو له لارې حل کړي.

د دغه هېواد دفاع وزارت بیا ویلي دي، سیمې ته به د سمندري غلو پرضد ځواکونه ولیږي.

ایران پر جنوبي کوریا فشار زیات کړی دی چې هغه په میلیارډونو ډالر چې د امریکا د بندیزونو له امله یې له ایرانه ګرځولي دي، ورپریږدي.