د افغانستان د لامبو وهنې ملي لوبډلې يو غړی د المپیک سیالیو کې ګډون کوي

آرشیف

د افغانستان د لامبووهنې ملي لوبډلې غړی فهیم انوري د المپیک٢٠٢١ میلادي کال سیالیو کې ګډون کوي.

د افغانستان د لامبووهنې ملي فدراسیون ریيس قاسم علي حمیدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې ښاغلی انوري له شپږو کلونو راهیسې د توکیو لوبو لپاره چمتووالی نیسي.

نوموړي وویل، ښاغلي حمیدي تردې وړاندې په کورنیو سیالیو کې د ٣٠ لامبو وهونکو په منځ کې لومړی مقام خپل کړ.

ښاغلي حميدي وویل، چې دغه افغان لامبو وهونکی به روانه اونۍ د روسیې په کازان کې د روزنې په یوه کمپ کې د ګډون لپاره سفر وکړي.

هغه به د ټوکیو المپیک تر پیل پورې د اوو میاشتو لپاره په انفرادي ډول روزنه ترلاسه کړي.

د توکیو المپیک د نړۍ مهمې سیالۍ دي، چې ټاکل شوې خو فهیم انوري تر سیالۍ دمخه په متحده عربي اماراتو او روسیه کې په څو نورو سیالیو کې هم برخه واخلی.