افغان حکومت په بلوچستان کې د ۷ افغانانو وژنه وغندله

کوټه کې د وژل شويو هزاره ګانو مړي چې ٧ تنه يې افغانان دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ۷ افغان وګړو وژل کېدل وغندل.

دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په کوټه کې د افغانستان قونسلګرۍ او په اسلام اباد کې افغان سفارت ته دنده سپارل شوې چې د قربانیانو له کورنیو سره هر ډول مرسته وکړي.

پاکستاني رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د بلوچستان د مَچ سیمې د ډبرو سکرو د کان ساحې ته څېرمه د وسلوالو په حمله کې ۱۱ هزاره وګړي وژل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغو کسانو کې ۷ تنه یې د افغانستان وګړي دي.