ایران د جنوبي کوریا یوه تېل-لېږدوونکې کښتۍ د فارس خلیج په اوبو کې توقیف کړه.
ایراني رسنیو پرون دوشنبه راپور ورکړ، چې دغه کښتۍ د سپاه پاسداران انقلاب د سمندري ځواکونو او د ګزمې د قطعو له خوا په کیمیاوي موادو د سمندر د اوبو د ککړولو په تور توقیف شوه.
د هرمزګان ولایت د بندرونو او سیندونو د چارو مرستیال اسماعیل ملکزاده په دې پرون جزییات ورکړل.
هغه زياته کړه: "د سپاه د سمندري ځواک د ګزمې د قطعو خبرداریو ته له بده مرغه دوی پام ونه کړ او کښتۍ د ولایت د قضايي مرجع په سپارښتنه ونیول شوه او د بندر عباس د لنګرځای پر لوري بوتلل شوه."
سويلي کوریا د خپلې دغې کښتۍ د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د تهران او سیول ترمنځ وروسته له هغې کړکېچ زیات شو، چې د سويلي کوریا په بانکونو کې د ایران د دولت شتمنۍ د امریکا د بندیزونو له کبله کنګل شوې.