د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه نفوذي پولیس ۹ نور پولیس وژلي او له سیمې تښتیدلی.
لږ تر لږه دریو امنیتي چارواکو پېښه او په کې افغان پولیسو ته رسېدلې مرګژوبله تاییدوي خو وايي، چې د موضوع د حساسیت یې باید نوم خپور نه شي.
د راپورونو له مخې نفوذي بریدګر تېره شپه لس بجې د ارغنداب ولسوالۍ په سرکاري باغ کې د پولیسو د صفر یو قطعې نهه سرتېري په ډزو سره وژلي دي.
باوري سرچینو وايي، چې پولیس لومړی مسموم شوي و او بیا پرې ډزې شوې وې.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی که څه هم پېښه تاییدوي خو د مرګژوبلې په اړه معلومات نه ورکوي.
طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.