افغانستان کې امریکايي ځواکونه: طالبان باید د هدفي وژنو کمپاین پای ته ورسوي

ارشیف، په افغانستان کې امریکايي سرتېري

په افغانستان کې دېره امریکايي ځواکونو ویلي چې طالبان باید د حکومتي چارواکو، مدني فعالانو او خبریالانو د هدفي وژنو کمپاین چې مسؤلیت‌یې هم نه‌مني، پای ته ورسوي.

د دغو ځواکونو ویاند ډګروال ساني لګېت دا موضوع نن په یوه ټویټ کې څرګنده کړې.

د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په شمول ځیني افغان خبریالان او د ښځو د حقونو او مدني فعالان په تېرو څو میاشتو کې په مقناطیسي ماین چاودنو او وسله‌والو بریدونو کې وژل شوي.

طالبانو که څه هم ځیني وختونه په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي، خو افغان حکومت وايي باوري دی چې طالبان په تېره بیا حقاني شبکه دا بریدونه کوي.

د امریکايي ځواکونو د ویاند ساني لګېت په نننیو څرګندونو کې یوه برخه د طالبانو د ادعاوو په اړه شوې چې امریکايي ځواکونه‌یې د امریکا-طالبانو د دوحې له تړونه په سرغړونې تورن کړي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې چې ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد خپره کړې امریکايي ځواکونه تورن کړي چې په ننګرهار،کندهار او هلمند کې یې په طالبانو بمبارۍ کړې دي.

د امریکايي ځواکونو ویاند ډګروال لګېت د طالبانو دا ادعاوې ناسمې بللي او ویلي یې دي چې امریکا به د طالبانو د بریدونو په ځواب کې د افغان پوځیانو دفاع کوي.

د امریکايي ځواکونو ویاند زیاته کړې چې ټولې خواوې باید تاوتریخوالی کم کړي.