د افغانستان دفاع وزارت: کندهار کې ۳۸ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، کندهار کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې د کندهار په دوه ولسوالیو کې ۳۸ طالبان وژل شوي دي.

د دغه وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي دغو وسله‌والو طالبانو پرون د کندهار د «ژړۍ» او «ارغنداب» ولسوالیو سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود چې د افغان پوځیانو له‌خوا هدف وګرځېدل.

د اعلامیې له مخې افغان پوځیانو په دغو عملیاتو کې چې د فعالې دفاع په چوکاټ کې یې کړي ۳۸ وسله‌وال طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د افغانستان دفاع وزارت د دې ادعا په ځواب کې څه نه‌دي ویلي.