د امریکا متحده ایالاتو نوي کانګرس د یکشنبې په ورځ خپل کار پیل کړ.
ځینو سناتورانو او د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو غړو ټینګار وکړ چې د الکټورل کالجونو د پایلو د ارزونې په غونډه کې به د جو بایډن بریا وننګوي.
د جمهوري غوښتونکو دغه ګام به د جنورۍ په ۲۰مه د منتخب ولسمشر جو بایډن د لوړې د مراسمو خنډ نهشي.
ټاکل شوې نوی کانګرس د جنورۍ په شپږمه (د راتلونکې چهارشنبې په ورځ) د جو بایډن د بریا د ارزونې په اړه غونډه جوړه کړي.
د کانګرس د کار له پيل سره هممهاله ډیموکراته نانسي پلوسي یو ځل بیا د استازو جرګې مشره وټاکل شوه.
۸۰ کلنه پلوسي، یوازنۍ مېرمن ده چې تر اوسه د استازو جرګې د مشرۍ څوکۍ ته رسېدلې ده.