نن امریکا ته د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکي د سپارلو یا نه‌سپارلو پرېکړه کېږي

د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکی جویلین اسانج

نن به لندن کې چارواکي دا پرېکړه وکړي چې د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکی جویلین اسانج (Julian Assange) د محاکمې لپاره امریکا ته وسپاري او که نه.

اسانج تورن دی چې د امریکا د پوځ پټ اسناد یې خپاره کړي دي، دغو اسنادو په افغانستان او عراق کې د امریکا د پوځ له (ناوړه کړنو) پرده پورته کړه.

د لندن یوه ځایي قاضي به نن په ځایي وخت د سهار لس بجې (چې افغانستان کې د ماسپښین دوه نیمې بجې کېږي) دا پرېکړه وکړي.

که چېرته دغه قاضي د اسانج د سپارلو غوښتنه وکړي، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر به‌یې په اړه وروستۍ پرېکړه اعلانوي.

اسانج په ۲۰۱۰ کال کې د همدې پټو اسنادو د خپرېدو له کبله امریکایي څارنوالانو په جاسوسۍ تورن کړ.

۴۹ کلن اسانج ته په ۲۰۱۲ کال کې ایکوادور سیاسي پناه ورکړه، خو کله چې د ۲۰۱۹ کال په اپرېل کې د ایکوادور له سفارته وته، د امریکا په غوښتنه په لندن کې ونیول شو.