پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر سید علم محسود نیول شوی

پاکستان کې د بشري حقونو نامتو ملاتړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر سید علم محسود

پاکستان کې د بشري حقونو نامتو ملاتړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر سید علم محسود نیول شوی دی.

د غورځنګ یوه ویاند پرون ازادي راډیو ته وویل چې محسود پېښور کې له خپل کوره نیول شوی او پر دې تورن شوی چې د دولت ضد څرګندونې یې کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې بلې مشرې سنا اعجاز پر فېس‌بوک یوه وېډیویي پيغام کې ویلي چې څو پولیسو د محسود پر کور چاپه وهلې ده.

دا وايي: "زموږ د تحریک یو رهنما او مشر ډاکتر صاحب سید علم محسود صاحب له خپل کور نه ګرفتار شو، بلا شمېر پولیس او نور خلک د پولیسو په ګاډو کې د هغه کور ته راغلل، داسې رویه‌یې کوله چې هېڅ‌یې د سؤال ځواب وخت نه‌ورکاوه."

تر اوسه پولیسو په دې اړه رسماً څه نه‌دي ویلي.

محسود پرون داسې حال کې ونیول شو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د خپلو هغو مشرانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه چې وروستیو اوونیو کې نیول شوي دي.