واتیکان وايي، د نړۍ د کاتولیک عیسویانو رهبر پاپ فرانسېس د مېنسک د کاتولیک کلیسا د مشر استعفا منلې ده.
تادیوز کوندروسیویز په بلاروس کې د کاتولیک کلیسا تر ټولو لویو مشر کشیش و چې تېر اګسټیې پولنډ ته په سفر کې د بلاروس د مظاهرهچیانو په ځپلو نیوکه کړې وه.
د کشیش تادیوز دا کار د دې سبب شو چې دی بلاروس ته له تګه منع شي.
که څه هم تادیوز ډسمبر کې بېرته بلاروس ته د ورتګ اجازه ترلاسه کړه، خو واتیکان وايي چې استعفا یې ومنل شوه.
واتیکان زیاته کړې چې کشیشان په ۷۵ کلنۍ کې تقاعد اخیستلی شي.
په بلاروس کې تر دې مخکې ګڼ سیاستوال او فعالان د حکومت د ځپونکو اقداماتو په سبب تښتېدلي، خو ښايي دا لومړی وار وي چې مشر کشیش پر حکومت تر انتقاد وروسته استعفا کړې او دندهیې پرېښې ده.