له امنیتي ځواکونو د افغان ژورنالېستانو د دفاع کمېټې مشر مننه!

ارشیف، افغان امنیتي ځواکونه

د افغان ژورنالېستانو د دفاع کمېټې مشر د امنیتي ځواکونو مننه کړې چې په خوست کې یې پر یوه خبریال د احتمالي حملې مخه نیولې ده.

عبدالمعيد هاشمي نن یکشنه(د مرغومي ۱۴مه) رسنیو ته په یوه لېږلې اعلامیه کې ویلي، امنیتي ځواکونه توانېدلي د غرغښت ټلوېزیون خبریال وژغوري او د حملې پلانوونکي ونیسي.

تردې مخکې د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي وو، هغه دوه کسان یې نیولي چې پر دغه خبریال د حملې لپاره د حقاني شبکې له خوا ګمارل شوي وو.

د خبریال نوم نه و اخېستل شوی.

د دولت کومې مخالفې ډلې د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې.