د امریکا د متحدو ایالتونو ځینو جمهوريپالو سناتورانو چې ټېډ کروز یې رهبري کوي وایي، دا اوونۍ به په کانګرس کې د الکتورال کالجونو د رایو د تایید پرمهال به د جوبایډن بریا چلنج کړي.
دا اقدام بیا هم نه شي کولای چې جوبایډن ته د قدرت د انتقال مخه ونیسي.
په کانګرس کې ډیموکراتانو او ځینو جمهوریپالو دا د رایه ورکوونکو د انتخاب د ارادې د تخریب هڅه ګڼلې او ورباندې انتقاد یې کړی دی.
په کانګرس کې د جمهوري ریاست د رایو تایید تشریفاتي بڼه لري او د جوبایډن پر بریا کوم تاثیر نه لري.
په پام کې ده بایډن دوه اوونۍ وروسته د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.