کاپیسا کې یوې چاودنې ۵ کسان ووژل

د افغانستان په نقشه کې د کاپیسا ولایت

په کاپیسا کې د یوې چاودنې په نتیجه کې پنځه کسان ووژل شول، د عالمانو شورا د رئیس میرویس کریمي، په ګډون ځینې نور ټپیان هم شول.

امنیتي سرچینو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، چاودنه نن یکشنبه (د مرغومي ۱۴مه) ماسپښین د کاپیسا د مرکز په صیاد سیمه کې شوې ده.

د کاپیسا د ولایتي شورا رئیس محمد حسین سنجني ازادي راډیو ته وویل، مقناطیسي ماین د عالمانو شورا د رئیس په موټر کې ځای پر ځای شوی و.

د عالمانو شورا د رئیس روغتیايي وضعیت خراب بلل شوی دی.

د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

تېره اوونۍ په کاپیسا کې یوه مدني فعاله فرشته کوهستاني د وسله والو په حمله کې له خپل ورور سره وژل شوې وه.