پاکستان خپل د کرکټ لوبغاړو ته د غوره کرکټرانو جایزې ورکړې

د پاکستان د کرکټ لوبغاړي

د پاکستان کرکټ بورډ یو شمېر لوبغاړو ته د کال د غوره کرکټرانو جایزې ورکړې.

دا هغه لوبغاړي دي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په اوږدو کې ښه ځلیدلی دي.

محمد رضوان چې تازه د پاکستان ټېسټ لوبو کې لوبېدلي د پاکستان د کال د غوره ټېسټ کرکټ لوبغاړي جایزه واخېسته.

فواد عالم بیا غوره کرکټر یاد شوی دی، هغه د نیوزلېنډ خلاف لومړۍ ټېسټ لوبه کې ۱۰۲ منډې وکړې او ښه مقاومت یې وکړ.

عالیه ریاض بيا په ښځينه کرکټ لوبغاړو کې د کال غوره کرکټره یاده شوې او جایزه یې ترلاسه کړه.