نایجر کې د مشکوکو افراطي وسله‌والو حملو کې د وژل شویو شمېر ۷۰ ته ورسېد

ارشیف، نایجر کې یو شمېر وسله‌وال

په نایجر کې د مشکوکو افراطي وسله‌والو په حملو کې د وژل شویو شمېر ۷۰ ته زیات شو.

د کورنیو چارو وزارت پرون وویل، حمله پر هغو دوو کلیو شوې چې د مالي پر پوله پراته دي.

تر اوسه د دغو حملو مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی منلی.

د لوېدیځې افریقا په دغه هېواد کې امنیتي سرچینو روېټرز خبري اژانس ته ویلي، د وژل شویو شمېر ښايي ۷۰ ته زیات شوی وي.