نړۍ کې د کرونا ویروس پېښو د زیاتېدو له امله محدودیتونه لا سختېږي

ارشیف، برازیل کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو روغتون

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا ویروس د پېښو د زیاتېدو په وړاندې د مبارزې لپاره محدودیتونه لا سختېږي.

بل‌خوا په اروپا، د امریکا په متحده ایالاتو او نورو هېوادونو کې د دغه ویروس ضد واکسین ورکول ورو روان دي.

د کرونا ویروس نوې بڼې چې په چټکۍ په خلکو کې خپرېږي او په ګڼو هېوادونو کې خلک ورباندې اخته شوي، اندېښنې زیاتې کړې دي.

د کرسمس او د نوي میلادي کال تر جشن وروسته دغه ویروس لا په خلکو کې خپور شوی دی.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۸۴ ملیونو او شپږو لکو اوښتی او په دې ویروس تر یو ملیون او اتو لکو زیات کسان مړه شوي دي.