د افغانستان مالیې وزارت د عوایدو عالي شورا جوړه کړه

ارشیف، د افغانستان مالیې وزارت

د افغانستان مالیې وزارت، د عوایدو د زیاتوالي په موخه د عوایدو د عالي شورا د جوړېدو خبره کوي.

د مالیې وزارت د رسنیو د برخې امر فرید نوښت ازادي راډیو ته وویل، یاده شورا به د عوايدو راټولولو د روڼتیا په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

نوموړي وویل، د ژمنو له مخې تر ۲۰۲۴ پورې له افغانستان سره نړیوالې مرستې دوام لري، خو تر هغې وروسته باید عادي او پراختیايي بودجه دواړه د افغانستان له عوایدو تأمین شي.

د افغانستان مالیې وزارت وایي، له همدې کبله، د عوایدو عالي شورا جوړه شوه، څو د دولتي عوایدو د زیاتوالي په موخه پالېسۍ، پلانونه، طرحې او پروګرامونه تصویب او دغه‌شان د مالي، بودجوي او عایداتي سکټور د وزارتونو ترمنځ د مالي پروګرامونو، ستراتېژیو او پالېسیو په عملي کېدو کې روڼتیا او همغږي رامنځته شي.