نایجر کې لږترلږه ۵۶ ملکي وګړي د اسلام‌پالو یاغیانو حمله کې وژل شوي

ارشیف، نایجر

په افریقايي هېواد نایجر کې لږترلږه ۵۶ ملکي وګړي د اسلام‌پالو یاغیانو په حمله کې وژل شوي دي.

پولیس وايي، یاغیانو پرون د مالي هېواد پولې ته نږدې پر دوو کلیو یرغل وکړ.

روېټرز خبري اژانس د نایجر د چارواکو په قول وویل چې په دې بریدونو کې ۷۰ تنه وژل شوي دي.

سره له دې چې تر اوسه د دې بریدونو مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی، خو ویل کېږي چې له القاعده او اسلامي دولت سره تړلي یاغیان په دې سیمه کې فعال دي.