د افغانستان دفاع وزارت: هلمند کې ۵۰ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، هلمند کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان دفاع وزارت وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو په هلمند ولایت کې ۵۰ وسله‌وال طالبان وژلي او ۸ نور ژوبل کړي دي.

دې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په سورګودر، بُشران، نادعلي، ګرمسېر او ناوې ولسوالیو کې په جګړه او هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

دفاع وزارت وايي چې پر طالبانو د دوی له لوري بریدونه د دې ډلې د حملو د مخنیوي لپاره شوي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.