د فزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف دغه هېواد کې د اعدام سزا لغوه کړه.
ښاغلي جومارت په دې اړه فرمان پرون صادر کړ.
دغه ګام داسې مهال اخیستل کېږي چې له ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسې د اعدام د حکم عملي کول دغه هېواد کې درول شوي وو.
قزاقستان له ۲۰۰۴ کال راهیسې عمري قید د اعدام د سزا بدیل ګرځولی دی، خو یوازې یې د ترهګریزو فعالیتونو عاملین په اعدام محکومول.
د ولسمشر توکایف د فرمان له مخې، د ټولو هغو کسانو سزا ابدي قید ته اوړي چې تر اوسه په اعدام محکوم شوي دي.
په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان دایمي استازي د تېر کال سپټمبر میاشت کې د دغه سازمان د سیاسي او مدني حقونو نړیوال پروتوکول لاسلیک کړ او ژمنهیې وکړه چې هېواد بهیې د اعدام سزا پای ته رسوي.