د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس روح الله د کندهار ولایت د نوي والي په توګه وټاکل شو.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن آزادي راډیو ته تایید کړه، چې ښاغلی خانزاده نن د سیمه يیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د وړاندیز پر اساس ټاکل شوی دی.
تر دې دمخه حیات الله حیات د کندهار والي و.
روح الله خان زاده تر دې مخکې په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی و.