سترې محکمې وحید الله شهراني په بند محکوم کړ

وحید الله شهراني

د افغانستان د کانونو او پطرولیم پخوانی وزیر وحیدالله شهراني له دندې د ناوړه ګټې اخستني په تور په سزا محکوم شو.

د افغانستان د سترې محکمې له لوري په یوې اعلامیې کې راغلي، چې د افغانستان د جزا قانون له مخې نوموړی د تضمین په توګه د یو نیم میلیون امريکايي ډالرو یا د دې معادل د افغانیو په ورکړي او په یو کال او یوې میاشت حبس محکوم شو.

د اعلامیې له مخې په هرات ولایت کې د یوې فابریکې د جوړېدو په چارو پر نوموړي دا تور پورې شوی دی.

ښاغلي شهراني تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.