ننګرهار چارواکي: بټي کوټ کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د جلال اباد ښار يوه څنډه

د ننګرهار چارواکي په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۴ وسله والو د وژلو ادعا کوي.

د ننګرهار رسنیو دفتر ازادي راډيو ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د دغه ولایت د والي ضیاءالحق امرخېل له قوله ویلي، چې نن شاواخوا درې بجې او ۵۰ دقیقې د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو د هوایي برید په ترڅ کې ۴ وسله وال طالبان ووژل شول او طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د بټي کوټ په دوهم فارم سیمه کې د ځایي پاڅونوالو په پوستو بریدونه کړي چې له امله یې نښته رامنځته شوه او پکې ۴ پاڅونوال او ۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۴ پاڅونوال او ۶ وسله وال طالبان ټپیان شوي وو.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دغه نښته کې ۶ افغان سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې نن شااوخوا درې بجې د ننګرهار په سرخ دېوال سیمه کې چاودنه وشوه چې پکې د ځانګړو ځواکونو درې سرتېرې او دوه ملکي وګړي ټپیان شول.

چاودنه د ځانګړو پولیسو پر رنجر موټر شوې چې تر اوسه یې چا مسؤلیت نه دی منلی.