د سوریې په شمال ختیځ کې د روسیې د یوې پوځي اډې مخې ته د موټر بم چاودنه شوې ده. دا خبر یوې سیمه ییزې رسنۍ او په بریتانیا کې مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ورکړی دی.
د حراس الدین په نوم د القاعده مربوطې ډلې په یوه بیان کې د دې حملې چې پرون وشوه، مسوولیت ومانه.
دا برید د رُقه ولایت په تل سمان سیمه کې شوی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي، په دې برید کې یو شمېر روسي سرتیري ټپیان شوي دي.