د کرونا د ویروس نوې بڼه د نړۍ په ۳۳ هېوادونو کې خپره شوې

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د کرونا د ویروس نوې بڼه چې له نژدې درې اونیو راهیسې په بریتانیا کې پیدا شوې ده، اوس د نړۍ په درې دیرش هېوادونو کې خپره شوې ده.

دا کرونا تر پخوانۍ یوې له یوه کسه بل ته ژر انتقالیږي، خو ویل کېږي چې د پخوانۍ یوې په څېر ډېره وژونکې نه ده.

د دې ناروغۍ له امله بریتانیا د جنوري له لومړۍ نېټې لومړني ښوونځي بند کړي دي.

له تېرو څلورو ورځو راهیسې په بریتانیا کې هره ورځ تر پنځوس زره ډېر کسان په کرونا اخته کېږي.