د افغانستان د خبریالانو د دفاع کمېټه وايي، حکومت د خبریالانو د هدفي وژنو د عواملو په موندنه کې پاتې راغلی دی.
د دې کمېټې مشر عبدالمُعید هاشمي تېرماښام ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې ۵۵ تنه افغان ژورنالېستان د بیان د ازادۍ په لاره کې قرباني شوي، خو حکومت په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی.
دی وايي: "دا چې دولت د هغو د قاتلینو په نیولو او د رسنیو او ژورنالېستانو د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلی، نو موږ له ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د بې پولې خبریالانو له ټولنې غوښتنه کوو چې زموږ مظلومانه غږ راسره پورته کړي."
دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې د غور غږ راډیو مشر او خبریال بسم الله عادل پرون په مرکز فېروز کوه کې د وسله والو کسانو په ډزو ووژل شو.
د خبریالانو د دفاع کمېټې او کابل پرېس کلب له رسنیو غوښتي چې د درېیو ورځو لپاره د حکومت اړوند خبرونه تحریم کړي.
عادل پنځم خبریال دی چې په تېرو دوو میاشتو کې وژل کېږي. د دې وژنو مسوولیت تراوسه هېڅ ډلې نه دی منلی.