افغان فلم جوړوونکې شهربانو سادات، د بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د ۲۰۲۰ میلادي کال د شلو غوره ډایرکټرانو په ډله کې راغلې ده.
مېرمن سادات د 'پرورشګاه' په نوم د هغه فلم په خاطر په غوره ډایرکټرانو کې شمېرل شوې چې موضوع یې په دیارلس سوه شپېتمو کلونو کې د خلق ګوند د واکمنۍ په کلونو کې په وطن پرورشګاه کې د دېره ماشومانو ژوند انځوروي.
دا فلم په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د فرانسې د کنز په مشهور فسټیوال کې هم نندارې ته وړاندې شو.
د شهربانو سادات بل مشهور فلم لېوه او پسه نومېږي چې په ۲۰۱۶ کال کې یې جوړ کړی دی.