د خوست ښځينه فعالانې: د خبریالانو او مدني فعالانو وژنو اندېښمن کړي يو

د خوست د ښځينه فعالانو د غونډې انځور

په خوست کې ښځینه مدني فعالانې وایي، د خبریالانو او مدني فعالانو وروستیو وژنو اندیښمنې کړي او د سولې په دوهم پړاو مذاکراتو کې د خپل ژوند د خوندیتوب او د دایمي اوربند غوښتنه کوي.

د ۲۰۲۱ م کال د لومړۍ میاشتې په لومړۍ نېټه په خوست کې د دې ولایت مدني فعالانې او یو شمېر نورو مېرمنو د یوې غونډې پر مهال په تېر ۲۰۲۰ م کال کې د خبریالانو او مدني ټولنو پر استازو د بریدونو په اړه اندېښنه وښوده.

دوی وایي، د سولې د دوهم پړاو په مذاکراتو کې دې د سولې او اوربند موضوع یو طرفه شي چې نه یوازې د خبریالانو او مدني فعالانو ژوند خوندي شي، بلکې د ټولو افغانانو غوښتنه هم پرځای شي.

په خوست کې د ښځو ملي ارمان ټولنې مشرې زینب افغان ازادي راډیو ته وویل: "د خبریالانو وژنه او د مدني ټولنو وژنه کلکه غندو، دوی تل بې طرفه او بې امتیازه د ولس لپاره کار کړی، زموږ غوښتنه د جنګ د ښکېلو خواو نه غوښتنه داده چې نور جنګ بس کړي او دوهم پړاو مذاکراتو کې اوربند د اجنډا مهمه موضوع وي."

دوی په داسې حال کې د اوربند او سولې غوښتونکي دي، چې ټاکل شوې په قطر کې د سولې خبرې د روان نوي زیږدیز کال د جنورۍ میاشتې په ۵ مه پیل شي.

د افغان دولت مرکچي پلاوي وار له مخه ویلي، دوهم پړاو خبرو کې به اوربند د مذکراتو مهم ټکی وي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې شپېته تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، چې له جملې یې یوولس تنه په افغانستان کې وژل شوي.

په افغان خبریالانو کې د ازادي راډيو خبريال الیاس داعي هم په دغو وژل شویو کې شامل دی.

الیاس داعي د ۲۰۲۰م کال د نومبر په دوولسمه نېټه د ده په موټر پوري په نښلول شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له دې قتل سره په تړاو یې یو کس نیولی خو شاوخوا دوه میاشتې وروسته يې لا د تحقیقاتو نتیجه نه ده اعلان کړې.

د بې پولې خبریالانو سازمان هم په خپل یوه راپور کې افغانستان د خبریالانو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو شمېرلی دي.