د کندز چارواکي: د جنایي جرمونو په تور ٨ کسان نیول شوي

آرشیف

د کندوز پولیسو د جنایي جرمونو په تور ٨ کسان نیولي دي.

د کندز د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر په یوې اعلامیې کې راغلي، چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت کارمندانو د کندوز ښار په بېلابېلو برخو کې دغه اته تنه د غلا، د خلکو د ځورونې، ټپي کولو او قمار بازۍ په تور نیولي دي.

په اعلامیې کې د امنیه قومندانۍ د ویاند انعام الدین رحماني له قوله ویل شوي، چې دغه کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.