پرتګال به سر له نن ( د جنورۍ له لومړۍ نېټې) نه له جرمني د اروپایي ټولنې د شورا شپږ میاشتنۍ مشري په غاړه واخلي.
پرتګال به د خپل دې ماموریت پر مهال له ځینو ننګونو سره مخامخ شي چې لویې هغه یې د کرونا وبا له کبله د مرستو د بستو همغږۍ، د همدې وبا له کبله روغتیایي ستونزې او د کرونا واکسین دودول دي.
پرتګال په یوه بیانیه کې ویلي، د امکان تر حده هڅې کوي چې دغه شپږ میاشتې په اروپا کې د نوي پړاو یو پیل وي.
د جرمني صدر اعظمې انګېلا مېرکل د دغې څوکۍ د مسئولیت د لېږد پر مهال ویلي، چې جرمني شپږ میاشتې د همدې شورا په مشرۍ کې د کرونا وبا ته د رسېدو مرکز و.
پرتګال دغه راز ویلي، چې د " نوې برنامې" له پیاوړتیا سره به د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن له ادارې، افریقا او لاتینې امریکا سره اړیکې لا ښې کړي.