د ننګرهار په دره نور کې د ملي دسترخوان پروګرام پیل شو

ارشیف

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د ملي دسترخوان د پروګرام عملي چارې پیل شوې.

د ننګرهار د ولایت مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کې چې د پنجشنبه په ورځ خپره شوه ویلي، چې د دې پروګرام له مخې به شاوخوا ۱۳۸۰ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مواد ووېشل شي.

په اعلامیې کې راغلي، چې هرې کورنۍ ته د څلور زره افغانیو په ارزښت یوه بوجې اوړه، لس لیتره غوړي، ۱۳ کیلو لوبیا او لس کلچې صابون مرسته کېږي.

د افغانستان د کلیو د پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي شاوخوا دوې اوني دمخه په کابل کې وویل، چې د ملي دسترخوان د پروګرام لومړنی پړاو به په راتلونکو دریو میاشتو کې په ټول افغانستان کې پلی شي.