د بدخشان یوه امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د ۱۷ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناالله روحاني رسنیو ته وویل چې دا طالبان پرون د بهارک – فیض اباد ترمنځ لارې کې د عملیاتو پر مهال ووژل شول .
هغه زیاته کړه: "د بهارک – فیض آباد ترمنځ لارې کې د دان آب سپینګل په نوم سیمه چې د څو ورځو راهیسې طالبانو په کې جدي ګواښونه رامنځته کړي وو، عملیات پیل شوي دي. په دې عملیاتو کې د دولت ۱۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي، ۱۴ تنه یې اسیران شوي دي او ټپیان یې هم ډېر دي."
د بدخشان امنیه قومندانۍ وایي، چې په دې جګړې کې درې تنه امنیتي سرتېري سطحې ټپیان شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.