د نړۍ ډېری هېوادونو نوی میلادي کال د هیلو اواندېښنو سره یو ځای ولمانځه

اوکراین کې خلک د نومي میلادي کال لومړۍ ورځ ولمانځله

د نړۍ ډېرو هېوادونو نوی میلادي کال د هیلو اواندېښنو سره یو ځای ولمانځه.

په اکثرو هېوادونو کې خلکو د کرونا ویروس د پراخېدو له وېرې دا مراسم هغسې ونه لمانځل چې په نورو کلونو کې یې لمانځل.

لا هم په اکثرو هېوادونو کې د شپې ګرځبندیز پرځای دی.

یو کال دمخه دا ورځ داسې مهال ولمانځل شوه، چې د روغتیا نړیوال سازمان په لومړي ځل په نړۍ کې د یوې وژونکې ساري ناروغۍ کویډ ۱۹ د خورېدو خبر ورکړی وو.

دغې ناروغۍ د کال په اوږدو کې نژدې ۸۳ میلیونه کسان ونیول، شاوخوا یو میلیون او اته لکه کسان ترې مړه شول او د نړۍ اقتصاد ته یې ډېر تاوانونه ورسول.

انګېرنه دا ده چې دا شمېره ښایي تر دې لوړه وي ځکه په اکثرو ځایونو کې ریښتونې شمېرې نه دي ثبت شوي.

څه چې اندېښنې زیاتې کړي د کرونا نوې بڼه ده چې په بریتانیا کې پیدا شوې ده چې په چټکۍ خپرېږي او تر اوسه په ۲۰ هېوادونو کې خپره شوې ده چې په وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو او هند ته رسېدلې ده.

۲۰۲۱ کال له داسې هیلو سره پیل شو چې د نړۍ هیوادونه وتوانېږي د واکسینونو پر مټ دغه ناروغي مهار کړي .