ظریف: ټرمپ د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د طرحې جوړولو په لټه کې دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ادعا کوي، د امریکا متحده ایالاتو تلونکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او امریکا ترمنځ د یوې جګړې د طرحې د جوړولو په لټه کې دی.

نوموړي د ډسمبر پر ۳۱ پر ټویټر داسې مهال دا خبره کړې چې په عراق کې د ایران د یوه لوړ پوړي پوځي قومندان د وژل کېدو یو کلنۍ ته څو ورځې پاتې دي.

له څو اونیو راهیسې امریکایي چارواکي انګېرې چې ایران او یا په عراق کې د هغوی متحدین به د قاسم سلیماني د وژل کېدو د کال پوره کېدو په مراسمو کې ښایي غچ اخستونکي اقدامات وکړي.

د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډسمبر پر ۲۳ په عراق کې د امریکا پر پوځي او دیپلوماتیک پرسونل د احتمالي برید په اړه تهران ته خبرداری ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپل پیغام کې ویلي، چې هېواد یې د جګړې په لټه کې نه دی، بلکې د ده په وینا په ښکاره او مخامخ به د خپلو خلکو ، امنیت او مهمو ګټو دفاع وکړي.