افغانستان: پاکستان د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا ډاډ راکړی

په تورخم کې د سوداګریزو توکو موټریز کاروان, March 21, 2017

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره کتنه کې دې هوکړې ته رسېدلی چې د دواړو هېوادو ترمنځ به اقتصادي او ټرانزیتي اړیکې لا پیاوړې شي.

د دې وزارت مسوولان وايي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر له عمران خان سره پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۰مه) ولیدل او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پاکستاني صدراعظم ژمنه کړې چې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې به هر اړخېزه همکار کوي.

دی وايي: "په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وشوې. همدارنګه په دې لیدنه کې د پاکستان صدراعظم د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د نوي فصل د پیلېدو وویل او ټینګار یې وکړ چې هېواد به یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو او په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې هر اړخیزې همکارۍ کوي."

بل‌خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، پاکستان له افغانستان سره هوکړه کړې چې په اپټا تړون کې به نړیوال معیارونه او د سوداګرۍ نړیوال سازمان اصول ومني.

‎‎دې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه لیکلي، د اپټا تړون د تعدیل په اړه به افغان او پاکستاني پلاوي په کابل او اسلام اباد کې ناستې ولري، څو د تړون تعدیل او وروستی شي.

ماهیپر کې سوداګریز کاروان

‎د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه تړون په تعدیل سره به هغه ستونزې چې په اپټا تړون کې موجودې وې له منځه ولاړې شي.

‎د افغانستان ــ پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ د هوکړې 'اپټیکا' د همغږۍ اتمه درې ورځنۍ ناسته تېره ورځ په اسلام اباد کې پای ته ورسېده.

‎اپټا تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په موخه لاسلیک شو، خوافغان چارواکي او سوداګرۍ وايي، دا تړون ستونزې لري او تعدیل ته په کې اړتیا شته.

‎د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له دې وړاندې د پاکستان له‌خوا د سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د شویو ژمنو په عملي کېدو شک ښودلی.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې برخه کې د نویو او بیا ځلي ژمنو په برخه کې د دې خونې نظر واخلي، خو بریالۍ نه شوه.

پاکستان داسې مهال له افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا خبره کوي چې افغان سوداګر پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې د نړیوالو اصولو په ماتولو او تر خوا یې دوی ته د ستونزو په پیدا کولو تورنوي.

افغان سوداګرو تل ویلي، پاکستان تل هڅه کړې چې د یوه سیاسي فشار په توګه افغان سوداګرو ته د ستونزو په پیدا کولو سره افغان حکومت تر خپل اغېز لاندې راولي.

پاکستان له افغانستان سره نېږدې ۳ میلیارډ ډالر سوداګریزه راکړه ورکړه درلوده، خو په وروستیو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان لاس‌رسي او له پاکستان خرابو اړیکو له کبله دا شمېره نږدې یو میلیارډ ډالرو ته راټېټه شوې ده.