د ازادي راډیو اعتراض: مایک پک له مالي او عملیاتي پلوه زموږ د خپلواکۍ مخه نیولې

د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې 'USAGM' مشر  مایکل پک

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د ایډیټرانو بورډ او د ګڼ شمېر څانګو مشرانو د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې 'USAGM' مشر مایکل پک ته یو اعتراضي لیک لیږلی او نوموړی یې د دغې ادارې له تګلارې په سرغړونه تورن کړی دی.

دوی په یوه اعتراضي لیک کې چې پرون 'د دسمبر په ۳۰مه' لیکل شوی د 'USAGM' اجرائیه مشر مایکل پک تورن کړی چې له مالي او عملیاتي پلوه یې د ازادي راډیو د خپلواکۍ مخه نیولې ده.

پر پک نورې نیوکې دا شوې چې د ازادې اروپا/ازادي راډیو پخوانی مشر جیمي فلای یې ناڅاپي له دندې لېرې کړ او د امریکا د یوه ګوند په ګټه کار کوي.

د چک جمهوریت پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مرکزي دفتر

د امریکا د نړیوالو رسنیو د ادارې مشر مایکل پک د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا ګمارل شوی او تېره جون میاشته کې د سنا جرګې له خوا تایید شو.

د دغه اعتراضي لیک یوه یوه کاپي د امریکا سنا جرګې او د استازو جرګې مشرتابه، کانګرس کې د دواړو ګوندونو استازو او د منتخب ولسمشر جوبایډن د انتقالي ډلې د نړیوالو رسنیزو چارو مشر ته استول شوې ده.

پک بیا دا اعتراضي لیک له تېروتنو ډک بللی او ویلي یې دي، د ازادي راډیو د خپلواکۍ د محدودولو لپاره هېڅ ډول جوړجاړی نه دی شوی.