ازادي راډیو د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې مشر ته یو اعتراضي لیک لېږلی

د چک جمهوریت پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مرکزي دفتر

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د اېډېټرانو بورډ او د ګڼ شمېر څانګو مشرانو د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې (USAGM) مشر مایکل پک ته یو اعتراضي لیک لېږلی او نوموړی یې د دغې ادارې له تګلارې په سرغړونه تورن کړی دی.

دوی په یوه اعتراضي لیک کې چې پرون (د ډسمبر په ۳۰مه) لیکل شوی د (USAGM) اجرائیه مشر مایکل پک تورن کړی چې له مالي او عملیاتي پلوه‌یې د ازادي راډیو د خپلواکۍ مخه نیولې ده.

پر پک نورې نیوکې دا شوي چې د ازادې اروپا/ازادي راډیو پخوانی مشر جیمي فلای یې ناڅاپي له دندې لیرې کړ او د امریکا د یوه ګوند په ګټه کار کوي.

د امریکا د نړیوالو رسنیو د ادارې مشر مایکل پک د اوسني ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا ګمارل شوی او تېره جون میاشت کې د سنا جرګې له‌خوا تأیید شو.

د دغه اعتراضي لیک یوه یوه کاپي د امریکا سنا جرګې او د استازو جرګې مشرتابه ته هم استول شوې ده.

پک بیا دا اعتراضي لیک له تېروتنو ډک بللی او ویلي یې دي، د ازادي راډیو د خپلواکۍ د محدودولو لپاره هېڅ ډول جوړجاړی نه‌دی شوی.