په نيمروز کې تر شلو کيلوګرامو ډېره ښیښه نیول شوې

ارشیف

په نيمروز ولايت کې تر شلو کيلوګرامو ډېره ښیښه ونيول شوه.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادۍ راډيو ته وويل، د نيمروز پولیسو د جدي د میاشتې پر اتمه نېټه په زرنج ښار کې د يوه کور د تلاشۍ پر مهال (۲۱) کيلوګرامه ښیښه ونيوله. دا ښیښه په دې کور کې د دې لپاره ساتل کېده چې پر پرچون خرڅوونکو باندې وپلورل شي.

د دې نشه يي موادو د قاچاقو او ساتلو په تور درې تنه له وسلو او مرميو سره نيول شوي دي.