په ننګرهار تر ۳۰۰ کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول شول 

ارشیف

په ننګرهار ولايت کې د دوو عملياتو په نتيجه کې تر (۳۰۰) کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول شول.

لومړي عمليات چې د جدي میاشتې پر (۹) نېټه د غني خېلو ولسوالۍ د استوګني پر يوه کور وشول، په نتيجه کې يې (۱۴۳) کيلوګرامه چرس تر لاسه شول.

د ننګرهار ولایت امنيه قوماندان غلام سنايي ستانکزي په وينا، دوهم عمليات د دې ولايت په مرکزي سيمو کې وشول چې په نتيجه کې يې (۱۸) کيلوګرامه هيرويين، (۴۵) کيلوګرامه تارياک، (۲۲۵) کيلوګرامه چرس او تر (۲۳) کيلوګرامو ډېره ښیښه ونيوله شوه.

د دې نشه يي موادو د ساتلو او قاچاقو په تور (۲۲) تنه هم نيول شوي دي.