په دوو ولايتونو کې د پولیسو د ګډو عملياتو په نتيجه کې لسګونه ګيلوګرامه چرس ونيول شول.
دا عمليات چې د پکتیا او ارزګان ولایتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د جدي د میاشتې پر اتمه نېټه وکړل، په نتيجه کې يې (۵۰۰) کيلوګرامه چرس او بنګ د پولیسو لاس ته ورغلل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت وايي چې په دې تړاو تر اوسه پورې څوک نه دي نيول شوي.