بوسنیا هرزګوېنا سلګونه پناه غوښتونکي له یوه مبهم برخلیک سره مخامخ دي

بوسنیا هرزګوېنا کې پناه غوښتونکي

په بوسنیا هرزګوېنا کې هغه سلګونه پناه غوښتونکي له یوه مبهم برخلیک سره مخامخ دي چې یوه بله شپه‌یې هم په یخنۍ کې تېره کړه.

په پام کې وه چې د اسیا، افریقا او د منځني ختیځ شاوخوا ۹۰۰ کډوال کروېشیا پولې ته نږدې د لیپا له کمپ څخه چې څو ورځې مخکې په اور کې سوځېدلی او ویجاړ شوی، مرکزي ښار کونیڅ ته نږدې یوه موقتي کمپ ته ولېږدول شي، خو سیمه‌ییزو چارواکو او د سیمې اوسېدونکو یې د لېږد مخه ونیوله.

ډېرو دغو کډوالو تېره شپه د دغه کمپ په انګړ کې په خلاصه فضا کې تېره کړه. دغه کمپ ته د ډسمبر په ۲۳مه چې په پام کې وه په همدې ورځ وتړل شي، اور واچول شو او ویجاړ شو.

له اور اچونې مخکې هم د خېمو پر دغه کمپ ډېر انتقاد وو چې په ژمي کې د کډوالو د اوسېدو لپاره د اوبو او د ګرمۍ د وسایلو په څېړ لومړنۍ اسانتیاوې نه‌لري.

ویل کېږي شاوخوا ۱۰ زره کډوال او پناه غوښتونکي چې هڅه کوي د کروېشیا له لارې د اروپایي ټولنې نورو شتمنو هېوادونو ته ځانونه ورسوي، په بوسنیا هرزګوېنا کې بند پاتې دي.