د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې یو لوړپوړی چارواکی د ماین په چاودنه کې ټپي او موټر چلوونکی یې ووژل شو.
چاودنه نن سهار د کابل چهلستون (نه برجه) سیمه کې د چارو ادارې د سلاکارانو د انسجام ریاست د مرستیال جاوېد ولي پر موټر شوې ده.
د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي پر خپله ټویټرپاڼه دا خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې "د افغانستان دښمنان دومره ذلیل او بېوسه شوي چې د ملکي او پوځي اهدافو ترمنځ توپير نهکوي".
د کابل پولیسو هم د مقناطیسي ماین دا چاودنه تأیید کړې، خو دا یې نهدي ویلي چې هدفیې څوک و.
بل لور ته په جلالاباد ښار کې نن سهار یوې ورته چاودنې د عامه ساتنې دوه پولیس ټپیان کړل او یو رېکشا چلوونکی یې وواژه.
د دواړو چاودنو مسؤلیت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې پر غاړه نهدی اخیستی.