د افغان دولت مرکچي پلاوي مشر: اوربند به د سولې راروانو خبرو اصلي ټکی وي

د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی

د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي د مشر په وینا اوربند به د سولې د راروانو خبرو یو اصلي ټکی وي.

معصوم ستانکزي پرون په کابل کې د ستراتېژيکو مطالعاتو په دفتر کې د خبرو د اجنډا نور ټکي هم روښانه کړل او ویې‌ویل، په افغانستان کې د بهرنیو وسله‌والو برخلیک، له افغان خاورې د نورو بهرنیو هېوادونو پر ضد استفاده، د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د بهرنیو وسله‌والو موجودیت، د افغان کډوالو ستنېدل خپل هېواد ته، د جګړې د قربانیانو حقوق او عادي ژوند ته د طالبانو د ستنېدنې موضوعات به هم د خبرو په اجنډا کې شامل وي.

تمه ده چې راتلونکې اوونۍ سې شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې د افغان دولت د پلاوي او طالبانو ترمنځ بیا پيل شي.

د دې خبرو په لومړي پړاو کې دواړه لوري د خبرو د اجنډا پر تګلاره موافقې ته رسېدلي.