پاکستان اعلان وکړ چې سر له سبا به د افغانستان په ګډون ۱۹۱ هېوادونو ته ویزې انلاین ورکوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد پرون په اسلاماباد کې خبري کنفرانس ته وویل چې افغانانو او چینایانو پخوا دا شکایت درلود چې د پاکستان د ویزو د اخیستو پر مهال له دوی رشوت اخیستل کېده.
ښاغلی احمد وايي: "د جنوري له لومړۍ نېټې چې چین او افغانستان هم پهکې شامل دي انلاین ویزې به ورکول کېږي او دا ځکه چې د چین او افغانستان د ویزو د ورکولو په وخت ډېر شکایتونه وو چې د تمدید په وخت پيسې اخیستل کېږي او اداري فساد پهکې روان دی."
په افغانستان کې افغانانو د پاکستان له سفارت او قونسلګریو د ویزو د اخیستو پر مهال ډېر کله شکایت کړی دی چې بیروبار وي او ورځې ورځې دوی د پاکستان ویزو ته انتظار کوي.