د یمن په عدن هوايي ډګر کې چاودنو لږترلږه ۵تنه وژلي

د یمن د عدن ښار هوايي ډګر

د یمن د بندري ښار عدن په هوایي ډګر کې څو چاودنې شوي دي.

دا چاودنې له هغه څو شېبې وروسته شوي دي چې له سعودي څخه د نوي حکومت د غړو الوتکه دغه ډګر کې کیناسته.

چارواکو روټیرز ته ویلي چې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د یمن د اطلاعاتو وزارت ویلي، دا بریدونه د حوثي یاغیانو د یوې لویې ترهګریزې حملې په چوکاټ کې شوي.

تراوسه ډېر جزئیات نه دي خپاره شوي، خو وېره شته چې مرګ ژوبله به زیاته وي.