پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند غړی خواجه اصف د فساد په تور نیولی

د مسلم لیګ نواز ګوند یو تن مشر خواجه محمد اصف

پاکستاني چارواکو د سیاسي مخالفانو یو مشر د فساد په تور نیولی دی. دا نیول شوی کس د مسلم لیګ نواز ګوند یو تن مشر خواجه محمد اصف دی چې د راپورونو له مخې، شتمني یې د عوایدو سرچینو ته په کتو ډېره ده.

پاکستان کې له اداري فساد سره د مبارزې او حساب ورکونې ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اصف نن (د دسمبر ۳۰مه) په لاهور کې یوې توقیف خونې ته ولېږدول شو.

خواجه محمد اصف چې د نواز شریف د صدارت پر مهال د بهرنیو چارو وزیر و، پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي دي.

د مسلم لیګ ن ګوند مرستیالې مریم نواز ویلي، اصف نیول شوی نه، بلکې تښتول شوی دی.

پاکستان کې سیاسي مخالفان له څه مودې راهیسې د مظاهرو او اعتراضونو له لارې د صدر اعظم عمران خان لېرې کول غواړي.

دوی وایي، خان نه دی توانیدلی چې د پاکستان اقتصادي وضعیت ښه کړي.

حکومت بیا دا تورونه رد کړي دي.