"۲۰۲۰ کې ۶۰ تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي"

ارشیف، وژل شوي افغان خبریالان

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون "ای.اېف.جې" وایي، ۲۰۲۰ کال کې شپېته خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په ټوله نړۍ کې وژل شوي دي.

دغه فدراسیون نن په خپل کلني راپور کې ویلي، ۲۷ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په اسیا پاسفیک سیمه، ۱۷ په امریکا، ۸ په منځني ختیځ او عرب هېوادونو کې، ۶ په افریقا او ۲ په اروپا کې وژل شوي دي.

راپور کې افغانستان، پاکستان، سومالیا، فلیپین او مکزیک د هغو هېوادونو په سر کې یاد شوي چې د خبریالانو ژوند ته په کې ګواښ ډېر دی.

تېرکال دغه فدراسیون د نړۍ په کچه د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنې ۴۹ پېښې ثبت کړې وې.

په راپور کې راغلي، ۲۰۲۰ کال کې د خبریالانو د وژنې د پېښو شمېر د ۳۰ کاله مخکې یعنې ۱۹۹۰ کال شمېرو ته ورته دی.