کابل پولیس: له يوه کوره د غلا شويو سروزرو عاملين نيول شوي

د کابل پولیسو له لوري د نيول شويو غلو انځور

کابل کې پولیسو هغه درې تنه غله ونیول چې له یوه کوره یې زیاته اندازه سره زر غلا کړي وو.

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن رسنیو ته ویلي، دغو غلو پرون د شاوخوا یو نیم میلیونو افغانیو په ارزښت سره زر د قصبې سیمه کې له یوه کوره وړي وو.

په کوم انځور کې چې پولیسو رسنیو ته لیږلی، د سرو زرو څو غاړکۍ او بنګړي ښکاري او تورن کسان هم په ظاهره تنکي ځوانان دي.

کابل کې دې وروستیو کې جنایي پېښې زیاتې شوې وې چې د ولسمشر د لومړي مرستیال په مشرۍ یې په وړاندې مبارزه چټکه شوه.

د کابل چارواکي او یوشمېر اوسېدونکي وایي، د غلا غدیو کچه تر یوې اندازې راکمه شوې ده.